د چارو یو شمېر شنونکي وايي، په اسلام آباد کې د سولې د ورستیو خبرو پر مهال د طالبانو له لوري د متحد ملي حکومت د جوړېدو وړاندیز د سولې تر ټولو لوی شرط دی او د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو ددغه ډول حکومت د جوړېدلو اړتیا ده. شنونکي همدراز زیاتوي، ښايي د حکومت د ننه هغه کړۍ چې شخصي ګټې یې په خطر کې کیږي د دغه ډول وړاندیز سخت مخالف وي؛ خو په نړیوالو اصولو کې د حکومتونو او مخالفینو تر منځ سوله د حکومت د ماتېدو په بیه وي. څو ورځې وړاندې له طالبانو سره په لومړي ځل افغان حکومت په اسلام آباد کې مخامخ خبرې وکړې او یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې طالبانو د متحد ملي حکومت په نوم د حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی. د سیاسي چارو کارپوه ډاکتر فیض ځلاند وايي، د متحد ملي حکومت معنا داده چې د وسله والو، اپوزیسیون، حکومت او نورو ښکېلو ډلو له مجموعې یو موقتي حکومت چې انتقالي حکومت به وي جوړ شي او د راتلونکې حکومت او جوړښتونو تعریف وکړي. ځلاند وايي په نړۍ کې له وسله والو مخالفینو سره د سولې فورمول هم دا دی چې د حکومت د ماتېدو په بیه به سوله راځي او طالبانو هم همدې نړیوال اصل ته په کتو د متحد ملي حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی.