پوتین وایي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یوې لسیزې شتون هېڅ مرسته نه ده کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64433
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-10

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړ چې داعش ډله افغانستان ته رسېدلې ده. پوتین د سیمې د امنیت په اړه د شانګهای د سرمشریزې په پای کې په یوه خبري غونډه کې وویل:«موږ په افغانستان کې د داعش د سختدریځو زیاتېدونکي فعالیتونه احساس کړي دي.» پوتین وویل چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو څه باندې یوه لسیزه حضور د دغه هیواد د حالاتو له ښه کولو سره مرسته ونه کړه او د منځنۍ اسیا هیوادونه اندېښنه لري چې تروریزم به له افغانستانه د دوی هیوادونو ته خپور شي. پوتین وروسته له ولسمشر اشرف غني سره دوه اړخیزې خبرې هم کړې دي.