ولسمشر اشرف غني وايي د دې لپاره چې معلومه شي څوک په سیمه کې د ترهګرو ملاتړ کوي، باید ګډ کار وشي. نوموړي چې پرون یې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو غونډې ته خبرې کولې وویل دا چې د سیمې پر وړاندې ګواښونه مشترک دي، نو ګډ کار باید وکړو او په ګډه مبارزه کې د معلوماتو، اقداماتو، ګډو تدابیرو او بالاخره د څارنې شریکول شامل دي، تر څو معلومه شي چې ترهګر څوک دي، له کومه ځایه راځي، څوک یې تمویلوي او دا توانایي ورکوي، چې زموږ او تاسو د هېوادونو بې ګناه خلک ووژني. ولسمشر وړاندیز وکړ، چې د وزیرانو په کچه دې له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره ځانګړی کنفرانس او ګډ سیمه ییز پروګرام جوړ شي او افغانستان حاضر دی چې د دغه کنفرانس کوربه توب وکړي.