لیکوال : نثار احمد صمد
د روژې څلیرویشتمه تحفه
د روژې هدف او پیغام د انسان متقی کېدل او د ایمان ټینګېدل دي. روژه د بدن زکات دی، د ګناهونو سوځول دي، د روح پیاوړتیا ده، د الهی امر مراعاتول او منل دي، له شیطانی وسوسو څخه ژغورنه او د الهی عذاب څخه ساتنه ده، د نفسانی حاکمیت ځپنه ده، د الهی رحمت حاصلوَنه ده، د مغفرت ګټنه ده، د توبې قبلېدنه ده، او د جنت ژمنه ده. نو ښه دا دی چی د الله تعالی او رسول الله ارشادات عملأ تعمیل او تسجیل کړو او دا په اثبات ورسوو چی نور نو د خولې څخه علاوه د زړه مسلمانان هم یو. بس یوه صادقانه اراده او فیصله غواړي. په همدې هیله څلیرویشتمه تحفه درته وړاندی کوم او ستاسو د ځوابونو په امید، خو د ټولو برخو ځوابونه به انشاالله تر روژې وروسته اعلان سی. والسلام، (ن. صمدnsamad57@hotmail.com).
پوښتنی :
۱ ـ په کوم غیر اسلامی مشهور دینی کتاب کی د قرآن نوم څو څو واره ذکر سوی دی؟
۲ ـ کوم سورت د میوې په نوم دی، او کوم سورت د یو حکومت یا هیواد په نوم دی؟
۳ ـ الصف څه معنی؟
۴ ـ فاطر څه معنی؟
۵ ـ په سورهً لقمان کی د حضرت لقمان نوم څو واره ذکر سوی دی؟
۶ ـ که څوک په روژه کی خپلی خولې تر ستونی تیری کړی نو؟
الف: روژه یې نه ماتیږی؛
ب: روژه یې ماتیږی او قضایی به نیسی؛
ج: قضایی او کفاره به دواړه ادا کوي؛
د: روژه یې مکروه کیږی.
۷ ـ نارینه چی په روژه کی په زوره د ښځی سره نږدېکت وکړی د هغې ښځی روژه څنګه ده؟
الف: روژه یې نه ماتیږی؛
ب: روژه یې مکروه کیږی؛
ج: روژه یې ماتیږی او قضایی باید راوګرځوي؛
د: قضایی او کفاره دواړه به ادا کوي.
۸ ـ په اسلام کی د رشوت په هکله څه وعید ( خبردارئ ) دی؟
الف: دا ناپاکه عمل دی؛
ب: دا ام الخبایًث دی؛
ج: رشوت ورکونکی او رشوت اخیستونکی دواړه دوږخیان دي؛
د: په قیامت به دواړه ګوډ او شل وی.
۹ ـ د احد په غزا کی د مسلمانانو قوماندان څوک و؟
الف: معصب بن عمیر (رض)؛
ب: اسامه بن زید (رض)؛
ج: عبدالرحمن بن عوف (رض)؛
د: خالد بن ولید (رض).
۱۰ ـ الله تعالی په کومو آیتونو کی د عایشې (رض) برأت ثابت کړ؟
الف: د سورهً نور لس آیتونه؛
ب: د سورهً نساء لس آیتونه؛
ج: د سورهً انفال لس آیتونه؛
د: د سورهً مریم لس آیتونه.
او دا هم د نن زرین اصل: ابن زیدون (رح) ویلی دي : د خپل دوست عیبونه د هغه څخه پټول خیانت دی او نورو ته یې بیانول غیبت دی.