په ارزګان کي دري تنه تښتول سوي کسان ووژل سول.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64440
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-07-11

د اروزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د تښتول سويو شپږو تنو له ډلي يې دري تنه د جمعي د ورځي په ماښام وژل سوي او دري تنه نور د وسله والو څخه تښتيدلي دي. د اروزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب وايې چې څو ورځي وړاندي د اروزګان د ګيزاب ولسوالۍ په خلج سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري شپږ تنه ولسي وګړي وتښتول سول. هغه وايې چې تښتول سوي وګړي په هزاره قبېله پوري اړه لري چې دري تنه يې د ګيزاب د تمزان او پاته دري تنه يې د دايکنډي د کجران اوسيدونکي وه. د ناياب د مالوماتو پر اساس چې دغه کسان له څو ورځو زنداني کيدو وروسته دري تنه وژل سوي او پاته دري تنه د وسله والو له منګولو تښتيدلي چې په هغو دريو تنو کې هم يو تن يې ټپي او دوه تنه نور يې روغ رمټ دي. ناياب وايې چې دا شپږ واړه ولسي وګړي وه او د وژني د لامل په اړه يې بشپړ جزيات په لاس کې نه لري. تر اوسه کومي ډلي د دې نيول سويو او بيا وژل سويو کسانو په اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي.