د کندهار د نهمي امنيتي حوزي اړوند د بريښنا کوټ سړک د کوتل مورچي په سيمه کې بمي چاودنه سوي ده.
دا چاودنه په سيمه کې چوونکو توکو کړي ده او امنيتي مسولين وايې چې د لومړنيو مالوماتو پر اساس چې په دي پېښه کې اته تنه ملکي کسان ټپيان سوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک ددي پېښي پخلى کوي او وايې چې په دي پېښه کې نهو تنو کوچنيانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
نوموړي وويل چې د پېښي په ترڅ کې دري تنه وژل سوي او شپږ تنه نور ټپيان سوي دي.
دا چاودنه د يوي ديني مدرسي مخي ته سوي او چارواکي وايې چې چوونکي توکي په يوه بالښی کي ځاى پر ځاى سوي وه.
د پېښي هدف تر اوسه نه دى مالوم خو په پېښه کې ټوله مرګ ژوبله د مدرسي ماشومانو ته اوښتې ده.
د پيښي مسووليت چا په غاړه نه دی اخستی .