هارون حکيمي د اطلاعاتو او کلتور وزارت وياند او مشاور په صفت خپله دنده پيل کړه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64442

دخبریدو نیټه : 2015-07-11

ليکوال او ژورنالست هارون حکيمي چي څه موده مخکي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پيشنيهاد او د ولس مشر په منظوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشاور او وياند په توګه ټاکل سوی وو نن يي په رسمي ډول دنده پيل او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني له لوري د وزارت کارکوونکو ته ور پيژندل سو . ښاغلي جهاني د نوموړي د پيژندني پر مهال هغه د هيواد له روشنفکرو او تحليلګرو ځوانانو له ډلې وباله او هيله يي وښوده چي خپله دنده په بريالي ډول پر مخ بوزي . هارون حکيمي د هيواد نه بهر په دوست هيواد هند کي د ژورناليزم او سياسي علومو په برخه کي لوړي زده کړي کړي دي .