د گناهونو د مغفرت اوبخښل کېدواسباب(۱)برخه
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد :
د مسلمان لپاره د خوشحالۍ خبره دا ده چي الله –جل جلاله- د ځينوکاروله امله ورته نه يوازي دا چي لوی لوی ثوابونه ورکوي بلکي ورسره يې گناوي هم وربخښي.
له انسان څخه گناوي کېږي اوهرانسان دېته اړدی چي بايدد خپلوگناهونود بخښل کېدلولپاره په ژوندکي هڅي وکړي.
په دې هکله غواړم چي ځيني داسي کارونه وليکم چي په هغوسره د انسان گناهونه بخښل کېږي.
د دغوکارونوپه ترسره کولوکي بايدهرڅوک کوښښ وکړې څوالله پاک موخطاوي رامعاف کړي.
۱: توحيد اوله شرک څخه ځان ساتل:
د گناهونود مغفرت اوبخښني لپاره ترټولو عُمده اولومړنی سبب توحيددی.
که دا سبب په چاکي موجودنه وو،هغه ته بخښنه نشته اوکه په چاکي موجودشو،د مغفرت ترټولوسترسبب ئې حاصل کړی دی.
الله-جل جلاله- فرمايي:الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ .(الأنعام:۸۲)
ژباړه : هغوکسانوچي ايمان راوړی اوخپل ايمان يې د ظلم(شرک)سره نه دی گډکړی،د همدوی لپاره(په آخرت کي)امن دی اود وی(په دُنياکي) په سمه لارروان دي!!
په بل ځای کي فرمايي: {إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْمًا عَظِيمًا (النساء:48)}.
(يقينًاالله دا نه بخښي چي د ده سره شرک وشي اوله دې پرته(نورگناهونه)چاته چي وغواړي بخښي يې اوڅوک چي د الله سره شرک وکړي،نوبې شکه چي هغه لوی دًرواغ جوړکړل!!
په دې مبارک آيت کي الله پاک فرمايي چي څوک د الله سره په داسي حال کي ملاقات وکړي چي شرک يې ورسره کړی وي نوبخښنه نه ورته کوي اوترشرک ښکته نوري گناوي چاته چي يې بخښل وغواړي وربخښي يې.
که د توحيدسره د چادومره گناوي وي چي ټوله زمکه ترې ډکېږي،بياهم اميدشته چي الله پاک دي ترټولوورتېرشي.
که يې بخښنه ورته ونه کړه،عذاب ته به يې داخل کړي،خوپايله به يې دا وي چي په جهنم کي به د تل لپاره نه اوسي بلکي د سزاترتېرولووروسته به ترې وزي اوجنت ته به ځي.
۲:استغفاراوتوبه(له الله پاک څخه بخښنه غوښتل)په دې سره الله پاک گناهونه بخښي.
الله تعالى فرمايي:{ قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ}.(الزمر:۵۳)
(ورته ووايه!اې زماهغوبندگانوچي پرخپلوځانويې زياتی کړی دی،د الله له رحمته مه ناهيلي کېږئ!يقينًاالله ټول گناهونه بخښي،بې شکه هغه ډېربخښونکی مهربان دی!!
په دغه مبارک آيت کي ټولوگناهگاروته بلنه ورکول شوې چي دوی دي الله پاک ته توبې اوباسي الله پاک به يې گناوي ور وبخښي.
په بل ځای کي فرمايي : {وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَنْ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَى مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ (آل عمران:۱۳۵)
ژباړه:اوهغوی چي کله څه لويه گناه اوياپرځانوظلم وکړي نوالله يادکړي او د خپلو گناهونو بخښنه وغواړي اوله الله نه پرته څوک دی چي گناه بخښلی شي؟او(هغوی)په خپلو کړيو (گناهونو)ټينگارهم نه کوي کله چي دوی پوهېږي!!
الله پاک په دې آيت مبارک کي د جنتيانودا صفت بيان کړی چي دوی داسي څوک دي چي کله ترې گناه وشي،ورپسې توبه باسي.
الله پاک دغوکسانوته په ورپسې آيت کي د مغفرت زېری ورکړی دی.
په بل ځای کي الله پاک د نوح عليه السلام خبره چي خپل قوم ته يې کړې وه رانقل کړې فرمايي : {فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا (سورة نوح10)} .
ژباړه:نوماورته وويل:چي له خپل رب څخه موبخښنه وغواړئ!يقينًاهغه ډېربخښونکی دی!!
په بل ځای کي الله پاک فرمايي :وَمَنْ يَعْمَلْ سُوءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ اللَّهَ يَجِدِ اللَّهَ غَفُورًا رَحِيمًا (النساء:۱۱۰})
ژباړه:اوچاچي بدي وکړه اوياپرخپل ځان ظلم وکړي،بياله الله پاک نه بخښنه وغواړي،نوالله به بخښونکی مهربان ومومي!!
په دې آيت مبارک کي الله پاک د خپلي مهربانۍ په هکله خبرورکړی چي څوک هغه ته د هري گناه په هکله توبه اوباسي نوتوبه يې قبلوي.
په دې هکله احاديث ډېرزيات راغلي دي چي موږترې يودلته ذکرکوو:
عن أبي موسَى عبدِ اللهِ بنِ قَيسٍ الأشْعريِّ - رضي الله عنه - عن النَّبيّ - صلى الله عليه وسلم - قَالَ : إنَّ الله تَعَالَى يَبْسُطُ يَدَهُ بالليلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ ، ويَبْسُطُ يَدَهُ بالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيلِ،حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِها(رواه مسلم)
له حضرت ابوموسی اشعري-رضی الله عنه-څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم-وفرمايل:الله تعالی(بلاکيف)خپل لاس دشپې اوږدوي څود ورځي بدي کوونکی توبه اوباسي اود ورځي خپل لاس(بلاکيفه)اوږدوي څود شپې بدي کوونکی توبه اوباسي ترهغه چي لمرله مغربه راخېږي!!
يعني که څوک د شپې توبه باسي اوکه د ورځي په هروخت کي يې الله پاک توبه قبلوي ترهغه چي لمرله مغربه راخېږي.
مطلب مودا وو چي استغفاراوتوبه د گناهونود مغفرت له اسبابوڅخه يومهم سبب دی.(نوربيا...)
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين