لیکونکی: مدني فعال او د سیاسي چارو سر څیړونکی محمد شفیق همدم
افغانستان د نړی له هغو ګوتو په شمیر هیوادونو له ډلې څخه دی چې د څلورو لسیزو را هیسې په خپل منځي، سمیه ایزو او تر سیمه ایزې کچې هم پراخه کچه جنګونو کې سوځې دغه جنګونو د میلیونونو بی ګناهو افغانانو ژوند اخیستی او ملیونونه نور افغانان یې معلول او د هیواد پریښودو ته اړ کړیدي. د ملي وحدت حکومت د رامنځته کیدو سره امنیتي، اقتصادي او سیاسي حالات تر پخوا ترینګلی او لا خراب شویدی. وزګارتیا،په مخدره توکو روږدیدنه،د کوکنارو کښت،غیر قانونی مهاجرتونه،د کادرونو تیښته،تاوتریخوالی،اداري فساد او د مسلحو جنګونو تلفات خپل اوج ته رسیدلی دي خو د دغه حکومت رهبري د حادو او مزمنو ستونزو د حل پر ځای پخپل مینځونو کې د قدرت او ملی شتمنی پر ویش بوخت دي. حکومت د ستونزو د حل پر ځای خپله ټوله انرژي د واقعیتونو او حالاتو د پټولو لپاره مصرفوي چې په داسې حالاتو کې افغانان حق لري تر څو خپلې ژغورنې په اړه فکر وکړي او له دغو حالاتو د راوتلو لپاره جدی پریکړه ولري.
د یوه اغیزمن دفاعي ستراتیژی او د دفاع وزارت د رهبری د نه شتون له امله بد امني له ختیځ او جنوب څخه د هیواد لویدیځ او شمال ته پراخه شوله. د طالبانو او ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي ترهګریزوګروپونو پرته القاعده،داعش ، د پاکستاني طالبانو تحریک او د ازبکستان اسلامي تحریک او دیته ورته نورو ترهګریزو ګروپونو په افغانستان کې خپل ترهګریز فعالیتونو پراخه کړیدي.د امنیتي ځواکونو تلفات په هیواد کې بې ساری دی خو حکومت ولس او خبري رسنی په تیاره کې ساتي او د دغو ځواکونو د تلفاتو په اړه د کره معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي. له بله پلوه مسلح مخالفین دهیواد د دشمنانو او بیګانه وو په لمسون د خپلو هیوادوالو بی رحمانه وژنې ته داوام ورکوي او ټوپک په لاس د هیواد ویجاړولو په لاره کې مصروفه دي
د داعش او طالبانو ډلې د هیواد په لویو ښارونو او حتی د پایتخت تر دروازو پراخ شتون لري. سیمه ایز جنګ سالاران او ترهګریزې ډلې د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د حکومت سره موازي تشکیلات جوړ کړي چې په دې وروستیو کې د هیواد په شمال او ختیځ کې د مسحلو مخالفینو په لاس د ځینو ولسوالیو ترولکې راندې راوستل د سیمې د اوسیدونکو د جدي اندیښنو سبب شوی او سل ګونه افغان کورنی له خپلو سیمو کوچیدو ته اړ شویدي. د هیواد په سرحدي ولایتونو کې د پاکستاني استخباراتو او نظامي ځواکونو حملې اولاسوهنې د افغاني ځواکونو د پراخو تلفاتو سبب شوی او په حکومت کې دننه ځیني حلقې د ولس د هیلو پر خلاف د پاکستاني استخباراتو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. له پاکستان سره د شرمونکي استخباراتي هوکړه لیک لاسلیک د هیواد دامنیتي ځواکونو د روحی او باور د کمزوری کیدو سبب شوی او له بله پلوه مخالفین د پاکستان د استخباراتي سازمانو نو پوسیله د خپلو هیوادوالو پر وړاندې تمویل او تجهیز کیږي.
د یوه اقتصادي استراتیژی د نه شتون له امله هیواد جدی اقتصادي بحران سره مخامخ شویدی. د وزګارتیا کچه لوړه شویده او زرګونه افغانان د خپل هیواد پریښودو ته اړ شویدي. پانګه اچونه،صنعت او صادارت په هیواد کې کم شوی او افغانستان په یو مصرفي او خارجی مرستو متکی هیواد بدل شویدی. د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت له راپورونو له مخې د کوکنارو کښت،تولید، تورید او کارونه په هیواد کې په بې ساري توګه زیاته شویده. او دغه ارقام راښیې چې د کوکنارو کښت حتی د طالبانو د حکومت په پرتله څو چنده ډیره شویده.د حکومت په بیلا بیلو کچو کې پراخ مالی فساد د بد امنی ، اقتصادي رکود او د مخدره توکو د زیاتیدو اصلي عامل دی. په روستني کانکور ازموینه کې له سل زرو زیات افغان ځوانان بې نتیجې شویدي چې حکومت هم دغو ځوانانو ته د کارموندنې او یا تحصیلاتو د دوام په لاره کې ناکامه شویدی. وزګارتیا د حکومت او ځوان نسل ترمنځ د واټن پیدا کیدو سبب شوی او ځوانان یې اړ کړي تر څو یا مخدره توکو ته مخه وکړي او یا د مخالفینو لیکو سره یوځای شي. د بهرني پالیسیو بدیل توب او د حکومت کمزوری دیپلوماسي بهرنیو هیوادونو د مداخلاتو لپاره زمینه برابره کړیده او د هیواد د بهرنی سیاست په اړه د حکومتی رهبرانو ترمنځ د همغږی نه شتون افغانستان د خارجی سیاست مدارانو لپاره د لوبې په میدان بدل کړیدی. د ملي وحدت حکومت د رهبرانو او د هغو د نړیوالو شریکانو ترمنځ د یوه منلي استراتیژی نه شتون له امله له طالبانو او حزب اسلامي سره د سولې پروسه په یو مشکل بدل شویدی. حکومت کوښښ کوي تر څو له غلطې لارې، د غلطو کسانو پوسیله،په غلطو ځایونو کې او د غلطو منځګړو پواسطه د سولې خبرې اترې پر مخ بوځي. حکومت د تل پاتې سولې لپاره سیاسي اراده او استرتیژی نلري د حکومت رهبری له خپلو کړیو څخه بهر هیچاته اجازه نه ورکوي چې په حکومت کې ګډون وکړي او له یوه کاله را پدیخوا پخپلو کې د حکومت په ویش سره جګړه لري او په هیڅ ډول حاضر ندي چې مخالفې ډلې دې په حکومت کې شامل شي نو د مخالفیونو له بی صلاحیته استازو سره ناستې یواځې او یواځې ولس ته دوکه ورکول دي او بس.
د پخلاینې او سولې لپاره د مخالفیونو شرطونه د اساسي قانون تعدیل او په حکومت او سیاسي نظام کې هغو ته ونډه ورکول دي خو بیا طالبانو ته د حکومت لخوا د اساسي قانون منل ، له ټولو ترهګریزو ډلو سره د اړیکو پریکول او د تاوتریخوالې او جګړې ودرول د شرط په توګه وړاندې شویدی. که چیرې مخالفین د حکومت وړاندی شوی شرطونه ومني نو دوې به د هیواد د فرمان منونکو او سولې خوښونکو هیوادوالو په توګه وپیژندل شي او د نوموړو شرطونو په منلو سولې ته اړتیا نشته.
هغه حکومت چې پخپله نوموړو ارزښتونو ته ژمن نه وي څنګه کولی شي خپل مخالفین اړ باسي تر څو دغه شرطونه ومني؟ سره لدې چې حکومت د اساسي قانون تغیر د ملي ګټو پر خلاف له خپلو صلاحیتونو ګڼي خو جمهور رییس او اجراییه رییس د ملي وحدت حکومت له جوړیدو د مخه د اساسي قانون د تغیر او له ریاستي څخه پارلمانی ته د سیاسي نظام د اړولو په اړه سره هوکړه کړیده خو د سولې لپاره یې د مخالفیونو شرطونه بیا بیا رد کړیدي.
اوس ددې وخت را رسیدلی دی چې مخالفین د خپلو هیوادوالو او مسلمانو له وینو تویولو لاس واخلي او خپل دښمن وپیژني. ولس باید د یوې لسیزې لاسته راوړنو د ساتلو په موخه چې د زرګونو افغانانو د وینو په قیمت او نړیوالو مرسته کونکو د ملیاردونو ډالرو په قیمت تر لاسه شوي او له دغه خراب حالت څخه دخپل هیواد دژغورنې پخاطر لاس په کار شي او حق لري د نظام د ښه والي او تغیر لپاره اقدام وکړي. دغه بحران د یوې ریښتنې لویې جرګې پوسیله چې د مخالفینو په ګدون د ټولو خواوو ریښتني استازي پکې ګډون ولري اواریدلی شي
ملګري ملتونه باید د ښکیلو خواوو تر منځ د اور بند منځګړیتوب او د لویې جرګې د جوړیدا او د موقت حکومت له کړنو د نظارت مسولیت په غاړه واخلي . یواځې یوه ریښتني لویه جرګه کولی شي د ستونزو او بحران لپاره د حل لاره پیدا کړي او د یوه موقت حکومت د جوړیدو لپاره پریکړه وکړي تر څو د ټولوخواوو په ګډون ،ټولو افغانانو ته د منلو یو مشروع حکومت د رامنځته کولو لپاره زمینه برابره شي. د دغه بحران د حل لپاره هر ډول تاخیر د ملي ګټو پر ضد ده او نه یواځې د افغانستان د بدبختی باعث ګرځي بلکه د سیمې او نړی د بد امنی سبب کیدلای شي.