ډاکټر عبدالله په دې وروستیو کې په حکومت نیوکه وکړه چې د ولس په ړاندې پړ دې او که چیرې حکومت ولسي ملاتړ له لاسه ورکړي نو په پښو ولاړ پاتی کیدل به ورته ناممکن شي.
که څه هم دې نیوکې خلک حیران کړل، خو داسې ښکاري چې دا د نیوکو د ناپایانه لړیو پیل ؤ. له هغې وروسته اجراییه رییس د پروان په پیښه کې په حکومت له یو خوا نیوکه وکړه او له بل خوا یې د غیر قانوني وسله تونو حمایت وکړ. او اوس دادې د جلریز له پیښې وروسته یو وار بیا د تلویزیونو په مخ څرګند شو او حکومت یې د کلک تنقید لاندې راوست.
داسې ښکاري چې ډاکټر صیب عبدالله له یوې خوا ځان د حکومت یو سر بولي خو له بلې خوا د اپوزیسیون رول د حکومت له داخل څخه ترسره کوي.
په حکومت د هغې نیوکې دا ښیې چې هغه ځان د حکومتي نیمګړتیاؤ هیڅ مسؤل نه بولي. خو له بلې خوا د حکومت چلولو په چارو کې ځان ته له ولسمشر څخه هم زیات حق ورکوي.
داسې ښکاري چې ډاکټر عبدالله په دې باور دې چې د ولسمشر لاسونه او پښې یې ورتړلي دي، څه چې یې زړه وي کوي یې او په پائ کې به بدنامي ټوله د ولسمشر پر سر وي.
دا سمه ده چې د اشرف غنی لاس د ډاکټر عبدالله د پښې لاندې دی، خو که ډاکټر عبدالله له خپلې دې برلاسي داسې سو استفاده وکړي، نو دا بی مسؤلیتی خو لاڅه چې آن له هیواد سره خیانت دی چې پایلې به یې ټولو افغانانو ته ګټورې نه وي.
که ډاکټر صیب عبدالله مینه لري چې د اپوزیسیون رول ولوبوي، نو مهرباني دې وکړي او د حکومت څخه دې بهر ولاړ شي. او که له حکومت نه بهر نځي، نو بیا دې د هرې خبرې پړه ټوله په اشرف غني نه اچوي.