کندهاري ديني عالمانو د سولې په برخه کي د همکارۍ ټټر وټکاوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64467
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-07-12

نن يکشنبه په کندهار کي سلګونو ديني عالمانو د يوې غوندي پر مهال پر دولت ږغ وکړ ، چي که غواړي د وسله والو طالبانو سره سوله بريالۍ سي نو دي له ديني عالمانو ګټه پورته کړي . ديني عالمانو په جګړه کي پر ښکيلو غاړو ږغ وکړ چي نوره جګړه پای ته ورسوي او د بي ګنا خلکو د وينو له تويولو ډډه وکړي . د ديني عالمانو او روحانينو د ټولني مشر مولوي عبيدالله فيضاني او يو شمير نورو عالمانو پر دولت او طالبانو ږغ وکړ چي د سولې مېز ته کښيني او نور يو له بل سره جوړه وکړي . ديني عالمانو افغان امنتي ځواکونه د تير په پرتله پياوړي وبلل او د وطن څخه د دفاع په لاره کي يي د هغوی سرښندني وستايلې . په وروستيو کي د يوه پريکړه ليک له لاري ټولو ديني عالمانو د دولت په وړاندي هر ډول فوځي حرکت نامشروع وباله او پر وسله والو طالبانو يي ږغ وکړ چي د بهرنيو سرتيرو په وتلو سره نوره جګړه ختمه کړي . ديني عالمانو وغوښتل چي دولت دي د هيواد په کچه د ديني عالمانو يوه لويه شورا جوړه کړي ، څو له دي لاري د سولې پروسه غښتلې او وسله وال طالبان د ديني عالمانو په مرسته سولې کولو ته وهڅول سي .