ملګرو ملتونو افغان حکومت ته خبرداری ورکړی که ټاکنیز اصلاحات رامنځته نه کړي، مرستندوی هېوادونه به د ټاکنو مالي ملاتړ ونه کړي. د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو د سرمنشي ځانګړي استازي نیکولاس هیسم له اجرایه رییس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې د ملي یووالي له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ټاکنو په قانون او ټاکنیزو بنسټونو کې اصلاحات رامنځته کړي. ده خبرداری ورکړی که افغان حکومت په ټاکنیزو اصلاحاتو کې پاتې راشي، مرستندوی هېوادونه به د راتلونکو افغان ټاکنو مالي لګښت ور نه کړي.