ولسمشر اشرف غني وایي چې له طالبانو سره د سولې مستقیمې خبرې په تیرو ۱۴ کلونو کې تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده.ولسمشر غني دغه څرګندونې بېګا په کابل کې دیوې خبري غونډې پر مهال وکړې.نوموړي وویل چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او ۹۰ سلنه افغانان له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو ملاتړي دي.هغه په دې غونډه کې د شانګهای سازمان د کانفرانس او ددې کانفرانس پر مهال له یو شمیر نړیوالو مشرانو سره د خپلو لیدنو کتنو په اړه معلومات ورکړل.ولسمشر غني زیاته کړه، چې د شانګهای سازمان په غونډه کې یې دافغانستان دریځ په څرګندو ټکو کې بیان کړی.