چارواکي وایي چې د خوست په ځانمرګي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۷ ملکي وګړي وژل شوي. دا برید تېر ماښام په شاوخوا شپږ نیمو بجو زاړه هوایي ډګر ته څېرمه د ملي امنیت پر یوې پوستې وشو.د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت وايي په برید کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي چې ټول ملکي وګړي دي.خو یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي چې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۷ تنو ته رسیدلې دی.د سرچینې د معلوماتو له مخې په وژل شویو کسانو کې ۱۲ ماشومان او دری میرمنې هم شاملې دي.