په زابل کي نهو ماين پاکانو ته مرګ ژوبله واوښتل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64473
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-07-13

د زابل په مرکز کلات کي د سړک دغاړي په ماين په چاودنه کې يوتن وژل سوي او ۸ تنه نور ټپيان سوي . د پېښي قربانيان ټول ماين پاکان او د افغانستان د بيلا بيلو ولاياتو اوسيدونکي دي . پېښه دقيقآ د د کلات ښار په شمالي څنډه ( جارلا ) سيمه کې د کلات – ميزاني پر لويه لار د ملي اودو د دوهمي لوا له قرار ګاه سره نږدې رامنځ ته سوې . د زابل د پوليسو وياند فواد عسکري وايي چي ماين تازه ځاي پر ځاي سوي وو او ماين پاکان سيمي ته د کار لپاره روان وو چي د سپرلۍ پر موټر يې چاودنه سوې . ياد ماين پاکان د زابل د نوي هوايي ډګر د جوړيدو له سيمي څخه د تيرو جګړو د مهال ماينونه لمنځه وړي . د زابل د عامي روغتيا ريس ډاکتر لعل محمد توخي وايي چي له پېښي څخه دوي ته د يوه وژل سوي کس جسد او ۸ تنه ټپيان ور وړل سوي . دي زياته وي چي د ټپيانو درملنه روانه او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دي . په زابل کي ياد ماين پاکان پداسي حال کې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري تر هدف لاندي راځي چي تر دې مخکې په هلمند د ماين پاکۍ د يوې ادارې ۱۴ تنه کارکونکي په يوه وسله وال بريد کي ووژل سول او د پکتيا او ځينو نورو ولايتونو په شمول يو شمېر نور يرغمل سوي هم دي .