د کابل ـ کندهار لويه لاره ، چي وړاندي د زابل په اړوند سيمو کي نا امنه وه دا مهال يي امنتي مسوولين د بشپړ خونديتوب خبر ورکوي .
پر دې لاره د اختر په شپو او ورځو کي تګ راتګ ډير وي او زرګونه کسان له دې لاري ګڼو ولايتونو ته تګ راتګ کوي . پر دې لاره په وارو ، وارو وسله والو طالبانو او وسله والو غلو خلک له موټرونو کښته کړي او تښتولي دي ، په دې اړه اوس هم خلک د ناامنيو انديښنه لري ، خو د زابل امنتي مسوولين د دې ولايت په اړونده سيمه کي د ډاډمن امنيت څخه خبر ورکوي .
د زابل ولايت امنيه قومندان مل پاسوال ميرويس نورزی وايي ، چې د يادي لويې لاري پر سر امنيتي ستونزي له ډېره وخته پرتي وي ، خو په دې وروستيو کي د امنتي پوستو په زياتوالي دا ستونزه حل سوې او مهمي نقطي يي تر امنتي پوښښ لاندي راوستي دي .
نوموړی وايي چي په ډيرو کمو فاصلو سره يي امنتي پوستي جوړي کړي او هغه سيمي چي د وسله والو د خطر راپورونه ترې تر لاسه سوي دي تر جدي تعقيب او نظر لاندي دي .
د پوليسو دغه مشر وايې چې د لاري د امنيت په موخه ورسره ټول امنيتي ارګانونه همږغي دي او ويې کولاى سوای چې د يوي بشپړي هماهنګۍ له مخي دا لاره خوندي کړي او دا مهال ټول مسافرين پري په ډاډه زړه تګ را تګ کولاى سي.
امنيه قومندان ميرويس نورزی وايي ، چي د زابل ولايت د پوليسو تشکيل ډېر کم دى خو د ملي امنيت، ملي اردو او عامه نظم د پوره همکارۍ له مخي ډېر لږ پوليس د لاري د خونديتوب جوګه دي .
هغه وايې چې وسله وال طالبان په دغه ولايت کې اوس د محاربوي جګړي توان نه لري او امنيتي سرتېري يې په وړاندي د خاوري او خلکو د ساتني په هدف ولاړ دي.
د کندهار کابل لويه لاره وړاندي د زابل او غزني ولايتونو په اړوند سيمو کې زياته نا امنه وه او تل پري له موټرونو څخه مسافرين کښته کيدل خو د زابل د چارواکو د وروستي خبر له مخي اوس د دې ولايت اړوندي سيمي خوندي ښکاري .