حاجي اغالالی دستګيري د ولس مشر سلاکار وټاکل سو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64476
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-07-13

د کندهار د ولايتي شورا غړی او قومي مشر حاجي آغا لالی دستګيري د شخړو او منازعاتو د حل په برخه کي د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني سلاکار وټاکل سو. د ولسمشر دا فرمان چې د روان کال د چنګاښ د مياشتي پر يووشتمه لاسليک سوی و، نن يوولس بجې حاجي آغا لالي دستګيري ته په کابل کي ورکړل سو. قومي مشر حاجي اغالالي دستګيري د دې خبر پخلی وکړ او له ولس مشره يي مننه وکړه چي پر ده يي باور وکړ . په پام کي ده چي حاجي آغالالی دستګيري به تر اختر وروسته په رسمي ډول خپل کار پيل کړي . د يادونې وړ ده چي ولسمشر غني تېره اوونۍ د پخواني ولسمشر حامد کرزي دوه ويشت تنه پخواني سلاکاران له دندو ليري کړل.