په یمن کې د هوایي بریدونو له کبله ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64478

دخبریدو نیټه : 2015-07-13

د سعودي په مشرۍ د اېتلاف د الوتکو په بمبار کې د یمن په پلازمېنه صنعا کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي. دغه برید پرون سهار د استوګنې پر یوه شوی دی. د یمن رسمي خبري اژانس چې د حوثیانو په کنټرول کې دی ویلي چې په برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان شوي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي له اوربند پر سرغړونې اندېښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې اوس هم د اوربند لپاره فرصت شته.