د کابل د امنیې قوماندان وايي چې په کابل ښار کې د تېر کال په تناسب د جرایمو کچه۳۸ فیصد راکمه شوې ده. عبدالرحمان رحیمي ویلي چې د کابل پولیس د تېر وخت په مقایسه د جرمونو د مهارولو لپاره ښه چمتووالی لري. دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د افغانستان ولسي جرګې د جرایمو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې. په یوه تازه پېښه کې د کابل په اتمې امنیتي حوزه کې لومړی یو درې کلن ماشوم برمته شو؛ وروسته ورباندې جنسي تېرې وشو او بیا په فجیع ډول ووژل شو.