د المان د پراختیا اداره وايي د افغانستان د صکوکو مطبعه به د المان په معیارونو ورغوي. د دې ادارې مشرانو له ولسمشر غني سره په کتنه کې ویلي چې د دې مطبعې د بیا احیا کېدو، پراختیا او اوسني ظرفیت په اړه یې څېړنې پیل کړې دي. په دې کتنه کې ولسمشر غني ویلي چې دا مطبعه د افغان حکومت لپاره پر یوه غوره عایداتي سرچینه بدلېدای شي او د مالیې وزارت او د اراضۍ عالي ادارې ته یې دنده سپارلې چې د مطبعې لپاره د امکاناتو په برابرولو کې د المان له پراختیايي ادارې سره مرسته وکړي.