مدني ټولنه د جلريز ولسوالۍ د وروستۍ پېښې د څېړلو په موخه ياد ولايت ته ګډ پلاوى لېږي. د ملي ثبات او افغان ملي غورځنګ مدني ټولنو او سمون سياسي خوځښت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جلرېز په پېښه کې د سيمه ييزو پوليسو ترڅنګ ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې بايد په کره توګه وڅېړل شي. په اعلاميه کې زياته شوې چې په ډله ييزو رسنيو کې يادې موضوع ته دسمت،قوم او ژبې له نظره کتل کيږي چې بايد دا کار ونه شي ځکه دلته د ټولو درد يو دى. په اعلاميه کې پر سياسيونو او ښکيلو خواوو غږ شوى چې د ملي بنسټونو په وېشلو،بدنامولو او خاصو ډلګيو پورې د هغوی له تړلو څخه په کلکه ډډه وکړي.