د ملي امنيت رياست وايي د لغمان ولايت لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى والي له ١٢ وسله والو سره وژل شوى دى. د ملي امنيت د عمومي رياست وياند عبدالحسيب صديقي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د لغمان ولايت لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى والي امين جان کوچى له ١٢ وسله والو سره د ننګرهار ولايت د اچين او غني خېلو ولسواليو ترمنځ په ماروچينې سيمه کې وژل شوى دى.هغه ويلي چې کوچى د ملي امنيت له لومړنيو اهدافو څخه و، ځکه چې په ختيځ کې يې پر امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو د څو بريدونو مسووليت پر غاړه و او هم د دې ځاى د خلکو د امنيت پر وړاندې لوى ګواښ ګڼل کېده.