د افغان پوځ ۱۹ نورې چورلکې په راکیټي سیستم سمبالیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64488
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-14

د امریکا دفاع وزارت وايي، د افغانستان د هوايي ځواک ایم ډي څرخکې (MD 530F) به پر توغندیو مجهزې شي.اووه چورلکې به د ۱۳ میلیونه او دوه لکه ډالره په لګښت په ۷۰ ملي متري (M260) توغندو سمبال شي. د توغندو د نصبولو قرارداد د امریکا له پوځ سره شوی.په مجموع کې په ۱۹چورلکې کې راکټي سیستم نصب کېږي. دا کار به د ۲۰۱۶ کال تر جولای پورې بشپړ شي. په یو شمېر څرخکو کې له مخکې څخه ماشنګڼې نصب شوې دي.