دهیواد راتلونکی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64490
عبدالواسیع قانع
دخبریدو نیټه : 2015-07-15

دهیواد راتلونکی
نږدې څلویښت کاله کیږي هیواد مو د ورانۍ په مسیر روان دی. کمونیست، مجاهد، طالب، داعش، همسایه او مستکبرلوی طاقتونه پدې پيښو کې دخیل او بلکې عامل بلل کیږي، خو زما په آند افغان ولس یو ترټولو ستر دښمن لري او هغه جهالت دی. افغان ولس څلویښت کاله مخکې د کمونیستانو لخوا دوکه شو، البته کمونیستان خپله هم دوکه او دوفه وو، بیا مجاهدینو دوکه کړ، مجاهدین خپله هم دوکه او دوفه وو، بیا طالبانو دوکه کړ، دوی خپله هم دوکه او دوفه وو، بیا دیموکراتانو او د فساد سالارانو دوکه کړ او اوس هم دا ولس ګنګس دی. د ولس ګنګسیت د کلکو ضربو او همدارنګه په بدن کې د لازمو غذايي موادو د نه شتون (فقر) له امله دی چې ددې دواړو په وجه جهالت نور هم غښتلی شویدی.
له دې اوږدمهاله غمیزې څخه د راوتلو لپاره نسخه په دریو برخو ویشم:
لومړی – لنډ مهاله اقدامات
په عاجل ډول سره د افغان ولس دا د کوما په حالت کې پروت بدن باید اکسیجن (سوله) او سیروم (عاید) ترلاسه کړي او هممهاله یې لابراتواري معاینات (بحثونه او څیړنې) پیل شي. له سولې پرته دا ملت د نابودۍ سره مخ کیږي او پدې توګه به دا هیواد یا تجزیه کیږي او یا به په سیلاب لاهو کیږي چې په هغه صورت کې به پدې کښتۍ کې سپاره ټول وګړي د طالب، مجاهد، کمونیست، دیموکرات او نورو په ګډون پکې له منځه ځي. سوله اوس هم حتمي ده او هم آسانه ده. حتمي ځکه ده چې نور د جنګ لپاره دلیل ندی پاتې. خارجیان د وتلو په حال کې دي او د سولې دمذاکراتو په بهیر کې ورته یومعقول مهال ویش ټاکل کیدلای شي. سیاسي دولتي واک د هیچا میراثي حق ندی، لکه څنګه چې په ټوله نړۍ کې معمول ده، همداسې باید ټول اړخونه پدې حقیقت معترف شي او باید د سیاسي واک د لاسته راوړلو معقوله او ټولو ته د منلو وړ سوله ییزه لاره باندې توافق وشي. ټول ولس مسلمان دی، د یو چا شخصي برداشت مهم ندی، بلکې اسلامي نظام باید د ژوند کولو ترټولو ښه او آسانه شرایط رامنځ ته کړي او د نړۍ لپاره د پرمختګ او آرامۍ نمونه وي، نه دا چې ترسیورې لاندې یې خلک اوسیدلو ته زړه ښه نکړي. بله دا چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره سیروم (عاید) ته اړتیا ده او دا ټکی باید د ټولو اړخونو لپاره مهمه موضوع وي. افغانان باید دندې او کار ولري ترڅو بیا څوک ورڅخه ناوړه ګټه وانخلي. پدې برخه کې نړیوالو مرستو ته اړتیا ده، دا مرستې څنګه راجلبولای شو؟! دې پوښتنې ته باید ټول اړخونه په ګډه ځواب ووايي.
دویم – منځ مهاله اقدامات
کله چې د کوما له حالته راووزو، نو بیا دواګانو (د سوله ییز ژوند دپیل پروګرامونو) او همدارنګه لازیاتو څیړنو (معایناتو) ته اړتیا ده. د سوله ییز ژوند د پیل په پروګرامونو کې باید په سیاسي واک کې ورګډیدل، د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د کلیو او ښارونو د پرمختګ د پروګرامونو رامنځ ته کیدل او تطبیق کیدل شامل وي. همدارنګه د لازیاتو څیړنو نه مطلب دادی چې باید په دوامداره توګه د ولس اړتیاوې تشخیص او په اړه یې لازم اقدامات ترسره شي.
دریم – اوږدمهاله اقدامات
د نسخې وروستۍ برخه معمولا وقایوي اړخ لري. لکه څرنګه چې وویل شول د ولس د غمیزې اصلي عامل جهالت دی، نو د جهالت د محوه کولو او د علم دخپرولو لپاره باید دولت خپله لږترلږه ۳۰٪ انکشافي بودیجه په تعلیم، تربیه، عالي او مسلکي تعلیماتو او تحصیلاتو باندې مصرف کړي. دا کار به افغانان د بیا غولیدلو او دوکه کیدلو څخه وقایه او په راتلونکي کې په ځان بسیه کړي. هیڅ افغان ماشوم باید له تعلیم څخه بې برخې پاتې نشي. هرماشوم باید د خپلې خوښې او استعداد سره سم مسلکي تخصصي تعلیمات او تحصیلات ترلاسه کړي. هغه افغان ماشومان یا ځوانان چې ددین په برخه کې د تعلیم او تحصیل مینه ولري، باید په کور دننه ورته د نړۍ په کچه معیاري آسانتیاوې برابرې شي او زمونږ هر وګړی باید د خپل تحصیل په پای کې د یوه عاید لرونکی او په خپل ځان بسیا وي. که دا هدف مو ترلاسه کړ، نو هم به مو دنیا برابره شي او هم آخرت.