په زابل کي وسله والو د پوهنتون استاد وواژه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64494
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-07-15

د زابل په شاه جوۍ ولسوالۍ کي ناپيژاندو وسله والو د کندهار پوهنتون استاد حميدالله نوري وواژه او وروسته د پوليسو او بريدګرو په نښته کي يو بريدګر او يو پوليس ووژل سوه . پيښه تير مازيګر د دې ولسوالۍ په بازار کي رامنځ ته سوه . د زابل امنيه قوماندان جنرال ميرويس نورزی وايي ، چي بريدګرو لمړی پر نوري ډزي وکړي او د پوليسو د خبريدو سره سمدستي هغوی سيمي ته ورسيدل او جګړه ونښتل . د بريد مسووليت چا په غاړه نه دی اخستی .