د زابل په نوبهار ولسوالۍ کي ناپيژاندو وسله والو د دې ولسوالۍ به بابو کلي کي پر ملکي وګړو ډزي کړي دي او اتو تنو ته يي مرګ ژوبله اړولې ده .
پيښه تيره شپه درې بجي هغه مهال رامنځ ته سول کله چي د بابو د کلي اتو تنو اوسيدونکو د يوه دکان مخي ته بانډار کاوه او وسله والو بريد پرې وکړ ، د بريد پر مهال پنځه تنه وژل سوي او درې نور ټپيان سوي دي .
د نوبهار ولسوال عبدالخالق ايوبي د پيښي د پخلي تر څنګ وايي چي د پيښي په ځای کي محلي پوليسو او وسله والو نښته هم کړې ده چي پر مهال يي دوه وسله وال او يوه محلي پوليس وژل سوي دي .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .