د نورو کلنو په پرتله سږکال د کوچني اختر دپاره تياری پيکه دی او ګڼ شمير خلک د اقتصادي ستونزو له امله اختريز توکي نه رانيسي .
د کندهار مشهور بازارونه ( شاه بازار ، ښکاپور بازار ، هرات بازار او کابل بازار ) هغه سيمي دي چي د اختر په شپو او ورځو کي هر ډول اړين توکي پکښي پيدا کيږي .
سږکال د دې بازارونو دکانداران وايي چي سوداوي يي کمي دي او ډير کم خلک د رانيولو دپاره ورځي .
دلته ميشت هټيوال وايي چي خوراکي توکي هم د پخوا په پرتله ګران سوي دي .
د سږني اختر د تيارۍ د پيکه توب تر ټولو لامل د بيکارۍ د زياتوالي له امله د خلکو اقتصادي ستونزي دي چي د اختريزو توکو د رانيولو مالي توان نه لري .
بلخوا په کندهار کي د اختر د شپو او ورځو د امنيت ساتلو دپاره کلک امنتي تدابير نيول سوي دي .
کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي امنتي ځواکونو ته امر کړی دی ، چي په خپلو منځونو کي همږغي نوره هم ډيره او د هر ډول امنتي پيښو مخنيوی وکړي .
کندهار والي وايي ، چي د اختر دپاره يي په نورو برخو کي هم تياری نيولی دی او هڅه کوي ، چي کندهاريان به په ښه ډول د اختر ورځي تيري کړي .