د زابل ښاروالۍ د اختر په ورځو کي د پاکوالي په موخه د ټول کلات د واټونو د پاکيدو لړۍ پيل کړې ده .
د کلات ښاروال کريم الله حکيمي وايي ، هڅه کوي چي د کلات ښاريان د اختر ورځي په خوښۍ او پاکه فضا کي تيري کړي څو له دي لاري د اختر ورځي نوري هم ورته خوښي سوي وي .
نوموړی وايي ، چي د اختر د لمانځه دپاره يي هم د کلات په عيدګاه کي پوره تياری نيولی دی او د پاکوالي او کنټرول دپاره يي ډلې په دنده ګمارلي دي .
د زابل امنتي چارواکي هم په دې ولايت کي د ټينګو امنتي تدابيرو د نيولو خبر ورکوي .