د وردګو چارواکي وايي، د دغه ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې لس ورځني عمليات پاى ته رسېدلې، چې په کې لس وسله وال مخالفين، دوه امنيتي سرتېري او ٣ عام وګړي وژل شوي دي.د میدان وردګو والي حیات الله حیات وايي چې په جلرېز ولسوالۍ کې د مخالفینو د له منځه وړلو په موخه پیل شوي عملیات په رسمي ډول پای ته ورسېدل او یاده ولسوالي په بشپړ ډول د مخالفینو له شتون څخه پاکه شوه.ده زياته کړه، د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۵مه پیل شوي وو، نن د چنګاښ په ۲۴مه پای ته ورسېدل، چې په ترڅ کې يې لس وسله وال مخالفین ووژل شول او اته نور ټپیان شول.د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو عملیاتو پر مهال د مخالفینو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله دری ملکي وګړي هم وژل شوي دي.