ولسمشر اشرف غني په پاکستان کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې وروستۍ مخامخ خبرې د افغانانو لپاره یو بری وباله.ده پرون په خوست کې د دغه ولایت د یکشنبې د ورځې د خونړۍ حملې د قربانیانو په فاتحې کې د برخې اخیستو ترڅنګ د وینا پر مهال وویل۱۴ کاله وروسته افغانان په دې بریالي شول چې د دولت له وسله والو مخالفینو سره د سولې په اړه مخامخ خبرې وکړي.ولسمشر غني هیله ښکاره کړه چې دا خبرې په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې سبب شي.