ځانمرګي برید په هلمند کې ۳ پولیس وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64502
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-15

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې اتو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د هلمند امنیه قوماندان پاسوال نبی جان ملاخېل وايي دغه ځانمرګی برید تېر ماښام د روژه ماتي پر مهال د لښکرګاه اړونده د بولان په سیمه کې شوی دی.هغه زیاته کړه، چې ځانمرګی برید ګر پلی و او په یاده سیمه کې يې د پولیسو دتالاشۍ په پوسته کې ځانته چاودنه ورکړې ده.د ملاخیل د معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې څلور پولیس ژوبل شوي دي.خو په لښکرګاه کې دایمرجنسي روغتون یوې سرچینې ویلي چې دوی ته له یادې پيښې د پولیسو درې جسدونه او پنځه ټپیان وروړل شوي دي.