د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کندهار پوهنتون استاد پوهيالی حضرت ولي هوتک د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د سرپرست په توګه وټاکی او دواخان مينه پال يي له دندي ليري کړ .
حضرت ولي هوتک د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ادبياتو له څانګي فارغ او په همدې څانګه کي د تيرو درو کلنو راهيسي استاد دی .
سرچيني د دواخان مينه پال د دندي د ليري کيدو لامل په دنده کي د هغه بې کفايتي او مالي فساد بولي .
باوري سرچيني وايي چي د کندهار د ولايت مقام له لوري د نوموړي مالي فساد بررسي سوی او په سلګونه زره افغانيو غلا تورن دی .د دواخان مينه پال ليري کيدل وروسته له هغه پيل سوه ، چي يو کال مخکي د کندهار تاريخي ځايونه په شعوري ډول وران او دلته يي د کندهاري مشرانو غوسه وپارول .
پوهيالی حضرت ولي هوتک وايي ، چي د ده سرپرستۍ مکتوب يي تر لاسه کړی او له اختره وروسته به خپله دنده پيل کړي ، نوموړی وايي چي په مکتوب کي دواخان مينه پال مرکزي ادارې هلته په يوه بل بست کي د دندي د تر سره کولو دپاره خدمتي غوښتی دی .
هغه د کندهار د والي ډاکټر همايون عزيزي او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني څخه مننه کوي چي پر ده يي باور کړی او ژمنه کوي چي د کندهار کلتور به غښتلی کوي ، تاريخي ځايونه به ساتي او دلته به فرهنګي او کلتوري چارو ته پرمختګ ورکوي .