وطنداران متدين و مسلمان کشور ! حلول عیدسعید فطر رابه همه ملت غيور کشور ومردم متدين مسلمان جهان از صمیم قلب تبریک وتهنیت عرض نموده ،از بارگاه ایزدمتعال سعادت وخوشبختي ارزومينمايم . درنو اوجگړه ځپلوپتمنو هيوادوالوو! په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگه ،تاسو شرېفو افغانانواوستاسو درنوکورنيو ته د نيکمرغه کوچنی اختر د را رسیدو له امله زړه له کومې مبارکی اونېکې هېلې وړاندي کوي . تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د لوي اوبې نيازڅښتن تعلا له دربار نه د نېکمرغه اوخو شحا ليو نه ډک ژوند هیله کوو. موږ دلوی څښتن په دربارته لاسونه لپه کوو او دعا کوو چې رب العالمين دي په خپل ستردرباکښي زموږ دولس طاعت اوعبادت قبول او دهمدې الاهی طاعت اوعبادت په برکت ددې غمځپلې اوجگړې په ااورکې سوځېدلي ولس ،سوله ولس ددې زورونکی اوزړه بوږ نوونکی حالت نه دتل لپاره نجات ورکړي . هيوادوالو! موږ پدې پو هېږو چې په افغانستان کي اوس اختر هغه اخترنه دی چې په کورونوکي دنووکاليو،نکرېځو،خوښيو اوخندا ډکي خبري واورېدل شی .له بده مرغه زموږ دهيواد غوځ اکثريت دغم او مرگونی وير پر لمڅي ناست او اخترترينه هيردی . دپاکستاني چارواکو،ايراني اخوندانو او نوروافغان دښمنوډلو دبربندنو او لاسوهنو له امله طالب اونورووسله والوډلو منفور کسان اوقاتلان په يوه اوبل نوم افغان وژنه ،ورانۍ اوماشومانو سرونوپرېکولوجهاد بولي . دروغجن تبلیغکوی ورته وايي دبېگناه انسانانودقاتلانو اووژونکوپر وړاندي دجنتونودروازې پرانستل کيږي، ځکه خو دادی دسرپه سترگو یې وينو چې هره ورځ په لسگونوبې گناه انسانان د قدرت دتږواوهمدې گاونډو روزل سوو لخوادخپل خداي ورکړی ژوند نه محروم اوپه شهادت رسېږې . پر لوی څښتن باندي په توکل سره پردې ډاډه يوچې يوه ورځ به زموږ دهيوادوالوله غولي نه دغم اوناورين لمڅۍ ټول اوداپر اسلام،مذهب،ژبې اوتوکمی توپير باندي سياسي اومذهبی سوداگر چي دافغان ولس په خواريو، زورونې، غمونواوافغان دښمنه گاونډيانوته په چوپړکښي خپله اودخپل بهرنی بادار راتلونکې ويني ددې غيرتی ولس دنفرت اوکرکی له امله ورک سی . موږ د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د خوښ،نېکمرغه اوهوسا ژوندپيلېدوهیله کوو . خداي دې وکړی چې ډير ژر دداسې يوې ورځې شاهدان اوسو کوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس ديوخپلواک او سوکاله افغان په توگه ،دنړيوالوسره دټولنيز ژوند په بېلابېلوبرخوکښي دسالمې سياليوجوگه وي. دڅښتن تعالی له دربارنه هيله منديوچي ټول افغانان دیووالي اوملي تفاهم دعينی گټوپه پوهېدوسره دملي گډزيار اوزحمت په برکت دسرفرازی اوبريالتوب ورستيو مرحلوته ورسېږي . موږ وپدې هېلو يوچي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،هره شپه ئې برات او ورځ ئې اختر وي . په سويډون کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور