کندهار والي د ښځينه سندرغاړو د کنسرت مخه ونيول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64506
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-07-16

کندهار والي په کندهار ښار کي د هغه جوړيدونکي کنسرت مخه ونيول ، چي يو شمير کسانو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رياست په اجازه په احمدشاهي لوبغالي کي جوړوی. د دې کنسرت د چاپ سويو اعلانونو څخه ښکاريدل ، چي يو شمير پيښورۍ سندرغاړي چي نيمه بربنډي وي د اختر په شپو او ورځو کي سندري ووايي . د دې کنسرت اجازه د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس دواخان مينه پال ورکړي وه چي وروسته د خلکو د سختو غبرګونونو سره مخ سو . په لمړيو کي دې کي اړوند مسوولينو ويلي وه چي خبر نه دي خو وروسته بينوا . کام ته داسي اسناد په لاس ورغله چي رسمي اجازه يي ورکړي وه او خپاره سول . د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي ، چي د کندهار والي په هدايت د ښځينه سندرغاړو د هر ډول کنسرت مخنيوی وسو او هيڅ چا ته به د کندهاري او پښتني دود له مخي د داسي کړني اجازه ورنه کړل سي . دا کنسرت د اختر په لمړۍ ، دوهمه او دريمه ورځ په احمدشاهي لوبغالي کي جوړيدی چي خلکو ته يي اعلانونه هم سوي وه . کندهاريان دا ډول کنسرتونه د خپل دود خلاف او پردی رواج بولي .