د پوليسو په ډزو کي څلورو لمونڅ کوونکو مرګ ژوبله واوښته .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64507
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-07-17

په کندهار ښار کي د پوليسو او لمانځه کوونکو تر منځ په شخړه او ډزو کي يو کس وژل سوی دی او درې نور ټپيان دي پيښه نن سهار د اختر د لمانځه پر مهال د کندهار ښار د دريمي امنتي حوزې اړوند د بالاکرز په سيمه کي رامنځ ته سول . عيني شاهدان وايي چي پوليسو په جامع جومات کي د اختر د لمانځه مخنيوی کوی او خلک يي هڅول چي د لمانځه دپاره لويي عيدګاه ته ولاړ سي ، چي بالاخره خبري په شخړه او بيا په اخ و ډب واوښتې . په وينا يي چي پوليسو د جامع د ملاامام سره سره ناوړه چلند وکړ او مقتديانو يي په اړه غبرګون وښود . عيني شاهدان زياتوي چي وروسته پوليسو ډزي وکړي او پر مهال يي يو تن لمونځ کوونکی ووژل سو او درې نور ټپيان سول . يوه باوري سرچينه د پيښي پخلی کوي او وايي چي د لمانځه کوونکو توند غبرګون پوليس ډزو ته اړ کړل او پوليس هم د خلکو له لوري وهل سوي او ډبول سوي دي . د کندهار ولايتي اداره په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي . ولايت مقام د کندهار ښار خلکو ته امر کړی دی چي په مسجدونو کي له لمانځه کولو ډډه وکړي ، په وينا يي چي دا کار د خلکو د اتفاق او د اختر د لمانځه د مراسمو د نظم او کنټرول دپاره کوي .