جان کیري راتلونکې میاشت خلیج هېوادونو ته ځي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64508
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-17

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د راتلونکې اګست په میاشت کې خلیج هېوادونو ته سفر وکړي، څو د ایران او لوېدیځ ترمنځ د وروستۍ اټومي هوکړې په اړه دغو هېوادونو ته قناعت ورکړي. عربي هېوادونه د ایران او لوېدیځ ترمنځ د وروستۍ هوکړې په اړه اندېښمن دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تېره ورځ په واشنګټن کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عدیل الجُبیر سره ولیدل.د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په دې کتنه کې ویلي، سعودي هیله لري چې ایران به له دې معاملې څخه د خپل اقتصادي وضعیت او د ایرانیانو د ژوند ښه کولو لپاره کار واخلي، نه دا چې د سیمه ییزو اهدافو لپاره یې وکاروي. نوموړي ګواښ وکړ، که ایران له اتومي هوکړې څخه په سیمه کې د شرارت لپاره کار اخلي، نو دوی یې پر وړاندې مقابلې ته تیار دي. د بهرنیو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ژمنه وکړه چې د امریکا متحد ایالتونه به د هر هغه ګواښ چې د ایران له خوا متوجې وي، د خپلو عربو متحدینو مرسته وکړي.