ملګري ملتونه وایي په جګړه کې ښکلې خواې د له تاوریخوالي لاس واخلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64509
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-17

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د يوه پيغام په خپرولو سره په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې د اختر په ورځو کې له تاوتريخوالي لاس پر سر شي.دغه مطلب په کابل کې د ملګرو ملتونو له مرستندوى دفتره (يوناما) په خپره شوې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي نيکولاس هيسم له خولې څرګند شوى دى.هيسم ويلي چې د اختر دغه ورځې د نړۍ د مسلمانانو لپاره د سولې، دوستۍ او خوښۍ پيغام لري او افغانستان هم بايد د دغو ورځو له ښېګنو برخه من شي.د ملګرو ملتونو استازي د افغانستان اوسني شرايط بحراني بللي او هيله يې څرګنده کړې چې د جګړې ښکېلې غاړې، چې د اسلام اصولو ته پابندې دي، د اختر د ورځو حرمت وساتي، څو خلک وکولاى شي خپلو ديني مناسکو ته په ښه توګه رسېدنه وکړي.هيسم دغه راز په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه د ملګرو ملتونو له ملاتړه ډاډ ورکړى او ټينګار يې کړى چې دغه سازمان له افغانانو سره پر کړو ژمنو ولاړ دى.