حزب اسلامي له سیاسي ډلو غوښتي چې سره یو لاس شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64511
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-17

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په خپل اختريز پيغام کې د اختر مبارکۍ ويلو تر څنګ د هېواد دننه سياسي ډلو ته وړانديز کړى چې په هېواد کې دې د يوه خپلواک نظام راوستو لپاره پر پرديو تکيه نه کوي او خپله دې په رښتينولۍ لاسونه سره ورکړي.هغه ويلي چې افغانان دي پرېږدي چې خپلې ستونزې په خپله او د پرديو له قيموميت، وصايت او وساطت پرته حل كړي، څو په هېواد کې جګړه د تل لپاره پاى ته ورسېږي.نوموړي افغان ولس او سياسي ډلو ته په دغه پيغام کې وړانديز کړى چې تېرو تجربو ته په کتو دې د پرديو د مټو، وسلو او پيسو په مرسته قدرت ته رسېدل تحريم كړي، تعهد دې وكړي چې له دې وروسته د قدرت د انتقال په عمليه كې نه يو څاڅکى وينه تويه شي او نه يوه مرمۍ وويشتل شي. حکمتیار وايي، سوله او امنيت يوازې هغه مهال راتلاى شي او جګړه پاى مومي چې بهرني ځواكونه ووځي.