په لغمان کې د ۱۳۰ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64512
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-18

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي، په پلان کې لري چې ډېر ژر د دغه ولايت د ١٣٠ ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې.د لغمان د والي وياند وايي چې والي عبدالجبار نعيمي دغه څرګندونې د ولايت له اداري رييسانو سره په يوه غونډه کې کړې دي.په دې غونډه کې والي نعيمي يادونه وکړه چې د ښوونيز بهير چټکتيا، د ښوونکو ظرفيت لوړونه او په دې برخه کې د رغنده هر اړخيزو فعاليتونو ترسره کول يې د کاري لومړيتوبونو په سر کې ځای لري.هغه زياته کړه چې په ټول توان سره به هڅه وکړي چې د هغو ښوونځيو لپاره ګام په ګام ودانيزې چارې پيل کړي چې اوس مهال يې زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې په ډېرو سختو شرايطو کې زده کړې کوي.نعيمي د لغمان ولايت له ټولو اوسېدونکو وغوښتل، په هره بيه چې وي د خپلو اولادونو زده کړې ته پاملرنه وکړي او پرې نه ږدي چې دوی د پوهنې له ستر نعمت څخه محروم او په تيارو کې پاتې شي.