د ننګرهار امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت په يو شمېر لرو پرتو سيمو کې به تر پوځي عملياتو وروسته د سيمه ييزې حکومتولۍ د اصلاحاتو په برخه کې به اقدام کېږي.د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي چې د ننګرهار له والي سره يې په امنيتي غونډه کې هوکړه ګړې چې تر دې وروسته په سيمه ييزه حکومتولۍ کې اصلاحات راولي.شېرزاد وايي: ((پرېکړه پر دې شوې چې موږ په يو شمېر سيمو کې تر عملياتو وروسته په سيمه ييزه کچه د اصلاحاتو پر راوستلو کار کوو. يانې ښايي يو شمېر هغه چارواکي ګوښه يا تبديل کړو چې په چارو کې يې مشکلات شته.))امنيه قوماندان د دې چارې د پېلېدو وخت اعلان نه کړ، خو داسې ښکاري چې په همدې شپو ورځو کې پر يو شمېر سيمو پوځي عمليات روان دي ولې نه ده معلومه چې دا عمليات د همدې پلان برخه ده که نه؟