د ولسي جرګې غړياو یو شمېرشنونکي وايي په شمال کې د مخالفینو پر وړاندې د ملېشو جوړول د خلکو په زیان دي او افغانان به د دغه کار اجازه ور نه کړي. د بلخ سرپرست والي ویلي چې له جنرال دوستم او محقق سره په ګډه به د مخالفین پر ضد جبهه جوړه کړي. د عطا د دې خبرو په غبرګون کې د ولسي جرګې مرستیال نذیر احمدزي ویلي چېد افغان ځواکونو له چوکاټ بهر خلکو ته وسلې ورکول او ملېشې جوړول د نه منلو دي او افغانان به هیڅکله د دغه کار اجازه ورنه کړي. احمدزي ویلي چې دوستم، نور اومحقق باید د دغه اېتلاف پر ځای د افغان پوځیانو د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. په همدې حال کې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر هم په یوه مرکه کې ویلي چې دفاع د افغانانو حق ده؛ خو د افغان ځواکونو له چوکاټه بهر هېڅ ډول وسله وال حرکت قانوني جواز نه لري.