بريتانیا غواړي له امریکا سره د داعش ډلې په له منځه وړلو کې مرسته وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64518
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-20

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کمرون ويلي بريتانيا غواړي له امريکا سره د داعش په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. د امريکا له (اېن بي سي) تلويزيون سره په خبرو کې کېمرون وويل چې دی غواړي، بريتانيا په دې اړه نوره همکاري هم وکړي خو په دې اړه د پارلمان مرستې ته اړتيا لري.دوه کاله وړاندې د بريتانيا پارلمان په سوريه کې د پوځي عملياتو غوښتنه رد کړې وه. نوموړي دغه راز ویلي چې پوځي مشران بايد د داعش (اسلامي دولت) ډلې له منځه وړلو ستراتيژۍ "يو ځل بيا" غور وکړي، ځکهاوسنۍ تګلاره کار نه ورکوي.