په داسې حال کې چې د افغانستان د کرنې وزارت وايي د هیواد په تقریباً ټولو ولایتونو کې سږ کال د کرنیزو توکو حاصلات تر تېرو کلونو زیات دي، د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره وايي چې د افغانستان د غنمو تولید لږ شوی.یو ایس ای ډي په یوه راپور کېویلي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې د غنمو حاصل پنځه سلنه کم شوی. دا اداره وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د غنمو د حاصل متوسط ۴ میلیونه او ۲۶ زره ټنه و.