لوېدیځې رسنۍ وايي د طالبانو د مشر ملا محمد عمر اختریز پیغام په پاکستان کې چمتو شویاو دسولې په اړه دطالبانو په دریځ کې بدلون په واقعیت کې د پاکستان په دریځ کې دبدلون نښه ده.ګارډین ورځپاڼې دطالبانو دمشر ملا محمد عمر اختریز پیغام ارزولی او لیکلي یې دي داسمه ده، چې د ملاعمر پیغام دطالبانو پر وېبپاڼه خپور شوی، خو هېڅوک نه شي کولای دا کره کړيچې دا دملا محمد عمر پیغام دی.ورځپاڼې د بېت ډام په نوم د یوې لیکوالې له قوله چې د ملا عمر بیوګرافي یې لیکلي ویلي دطالبانو اختریز پیغام هغو سیاستوالو لیکلی دی چې په کراچۍ کې نظر بند دي. مېرمن بیټ دام وايي ځینو دا اوازې خپرې کړېچې ملا محمد عمر دپاکستان لخوا په کراچۍ کې نظر بند دی.