ولسمشر غني له یوه امریکایي پلاوي سره کتلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64521
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-20

ولسمشر اشرف غني د امریکا د لوی درستیز په مشرۍ له یوه پلاوي سره کتلي دي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي په دې کتنه کې چې پرون په ارګ کې ترسره شوه دواړو لورو د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د اړیکو د پراختیا او له افغانستان سره په امنیتي برخه کې د امریکا د مرستو په اړه بحث وکړ.سرچینې زیاته کړې، ولسمشر غني او د امریکا لوی درستیز ترهګري او افراطیت د سیمې او نړۍ لپاره لوی خطر وګاڼه او له دې پدیدې سره د مبارزې په لاره کې یې په ګډه همکاري ټینګار وکړ.