امریکایي ځواکونو په لوګر کې د ملي اردو پر پوستې بمباري کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64522
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-20

د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې د ملي اردو ګڼ سرتېري وژل شوي دي. د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين وايي چې نن سهار شاخوا ٦ بجې د امريکايي ځواکونو دوو چورلکو د ولسوالۍ په چلتن سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې هوايي بريد کړى دى. هغه زياته کړه:« په دې پوسته کې د ملي اردو ١٤سرتيري و خو تر اوسه معلومات نشته چې دا ټول وژل شوي او که نه.» د لوګر امنيه قوماندانۍ د امنيت امر قاري محمد ورا هم ياد بريد تاييد کړ خو مرګ ژوبلې په اړه يي کره معلومات نه درلودل.