تر اته او لس مياشتو مذاکراتو وروسته ايران د چين، روسيې، فرانسې، انګلستان، امريکا متحده آیالاتو او جرمني (p5+1) سره په يو داسي ايجادي قراداد هوکړه وکړه چي د ډېرو وختونو را هيسي يې د نړيوال سياسي اقتصاد او خصوصاً د ايران اقتصاد د لويو ګواښ سره مخامخ کړی ؤ. د بين الملل ( veto power) مملکتونو نه يواځي پر ايران د بنديزونو لړۍ پرانيستې ول، بلکه پر ځينو آسيايي ملکونو هم دا فشار وارد سوی ؤ تر څو د ايران سره په محدوده اندازه خپل تجارت مخ ته يوسي. ددې قراراداد په لاسليک کولو سره به ایران تر يو لسيزه پوري په ډېره کمه کچه د يوارنيمو د بډايه کولو کارونه مخ ته بيايي. د مذاکراتو په آخر کي د امريکا متحده آيالاتو ولسمشر بارک اوباما د سعودي عربستان د پاچا سره په تليفوني اړيکه کي د ايران پر اتومي انرژۍ بحث وکړ. ددې ۱۲۸ صفحيزه قرارداد په لاسليک کولو سره د ډېرو ممالکو مختلف نظريات ښکاره سول چي، ددوی په لړ کي د اسرائيلو صدر آعظم نتنياهو د خطراتو يو ډک قرارداد ياد کړ. ددې هوکړه ليک ځيني مهم ټکي په لاندي نقاطو کي را غونډو. دا هغه مهمي نقطې وې چيري چي ايران د پورتني شپږو ممالکو سره په مذاکراتو کي د ټولو په تفاهم قبول کړل.
د ايران د اتومي مذاکراتو مهم اړخونه په لاندي ډول دي:
۱: د يورانيمو بډاينه – ايران پر دې هوکړه وکړه چي يوارنيم به فقط (3.67%) فيصده بډايه کوي.
دا څه دي؟ دا هغه پروسه ده چي د مځکي لاندي يورانيم وه اتومي تېلو ته واوړي، او دا کېدلای سي په اتومي انرژۍ کي او يا د هغه څخه په اتومي بم جوړولو کي کار واخيستل سي.
ولي دا دومره مهم دي؟ د يو اتومي بم د جوړولو لپاره (90%) فيصده بډايه يورانيمو ته اړتيا شته. د (3.67%) يوارنيمو د جووړلو مانا به دا سي چي، ايران به اوس وه نه کولای سي اتومي بم جوړ کړي، مګر ددې اجازه به وي تر څو د سولي لپاره يې په اتومي وسايلو کي استعمال کړي.
ددې ګټه؟ ايران به خپل د يوارنيمو بډاينه جاري ساتي، مګر په محدوده کچه، او د امريکا د خوښۍ لپاره دا معلومه سول چي ايران ته به اوس ډېره سخته وي تر څو اتومي بم جوړ کړي.
۲: د کره ګيري ماشينونه (Centrifuges) – ايران د يورانيمو د بډايني لپاره د کره ګيري ماشينونه د 19000 څخه وه 6104 ته، او د بډايني لپاره يې وه 5060 ته را کښته کړل.
دا څه دي؟ دا اساسي ماشين دی چي د يوارنيمو څخه په خپل منرالي حالت کي اتومي تېل را باسي. دا ماشينونه په ډېر چټکي سرخ خوړلو له سره کار کوي، چي بلاخره مختلفي ذرې سره جلا کوي او بډايه يورانيم لاسته راځي.
دا ولي مهم دی؟ د ايران لپاره دمخه زښته آساني وه تر څو خپل يوارنيم په اعلی توګه بډايه کړي، مګر ددې مقدار په راټيټولو سره به ايران اوس وه نه کولای سي خپل يورانيم د اتومي بم د جوړولو لپاره بډايه کړي.
ددې ګټه؟ اسرائيل او د امريکا متحده ايالاتو د ريپبليکن (Republicans) سياسي ډلي د کره ګيري ماشينونو د پوره را ټيټولو غوښتنه وکړه، مګر بارک اوباما اصلاً د 6500 ماشينونو د فعاله ساتلو لپاره تیار ؤ.
۳: د يوارنيمو انبار/ذخيره – ايران د يورانيمو د انبار چي تقريباً 10000 کيلو ګرامه ؤ بايد 300 کيلو ګرامه ته را ټيټ کړي.
دا څه دي؟ د يورانيم د پروګرام د فعاله کولو لپاره تر ټولو مهم مواد يورانيم دي. هر کله چي دا يو وار بډايه سي، د هغه په ذريعه انرژي/طاقت توليديږي او دا انرژي د اتومي بم په جوړول کي خورا زياته ونډه لري.
ولي دا مهم دي؟ د 97% يورانيمو په ورکولو سره ايران د اتومي بم د جوړولو پوره امکانات د لاسه ور کړل.
ددې ګټي؟ د يورانيمو د ذخيرو په کمولو سره ايران د نړيوال اتومي انرژۍ (IAEA) وه سازمان ته خپل د شفافيت څرنګوالی وښودی او تر څنګ يې دا هم څرګنده کړل چي باقي يورانيم به د سولي لپاره په کار اچول کيږي.
۴: نظارت/معاينه – نړيوال اتومي انرژۍ (IAEA) وه سازمان ته اجازه ده چي د ايران ټوله اتومي اسانتياوي په غوره سره معاينه او نظارت کړي.
دا څه دي؟ د نړيوال اتومي انرژۍ سازمان د سولي لپاره د اتومي انرژۍ په کار اچولو کي لويه ونډه لري، او د هغو اتومي بمونو او اسلحو په خلاف خپل کارونه سرته رسوي.
دا ولي مهم دی؟ دا سازمان به وکولای سي تر څو په ښه توګه د ايران اتومي بټۍ نظارت کړي چي آيا واقعاً ايران خپل د هوکړه ليک سره سم کار سر انجام کړی او که نه.
ددې ګټي؟ په داسي شفافيت سره به ايران ته غير ممکن سي تر څو هغه اتومي اسلحې جوړي کړي.
۵: بنديزونه – پر ايران د نړيوالو سازمانونو لخوا اچول سوي بندیزونه تر هغو پوري به ليري کړل سي تر څو ايران همداسي خپله معامله او مذاکره روغه وساتي.
دا څه دي؟ تازه بنديزوه په 2006 ميلادي کال کي پر ايران د يورانيمو د بډايه کولو په خاطر ولګيدل چي هغه په مختلفو اړخونو کي را چاپېره ول. ډېر بنديزونه یې اقتصادي او ستراتيژیکي وه.
دا ولي مهم دي؟ پر ايران لګول سوي بنديزونه د ملک ټوله اقتصاد ته په لويه کچه زیان واړاوه. په هغو ځايونو کي لکه تېل او ګاز، دېره ضربه ورسېدل. همدارنګه د ايران مالي ډګر هم ټکر وخوړ. دا بالاخره ددې لامل سول چي ايران نه سوای کولای په نړيوال سوداګريزه مارکيټونو کي خپل تجارت مخ ته يو سي. همدارنګه د ايران د فضايي برخي کارخانو ته زښته زيان واوښت ځکه چي د خپلو الوتکو لپاره يې پرزه جات د امريکا او اروپا څخه نه سوای رانيولای.
ددې ګټي؟ نوموړي بنديزونه به په پوره توګه ختم سي که چيري ايران په حقيقت کي د هوکړه ليک پر اساس هر څه پر ځای کړل. هر کله چي دا يو وار بند کړل سي، د ايران وه اقتصادي حالت ته به ډېره وده ور کړي دا ځکه چي هند به اوس وکولای سي تر خپل ټاکل سوي حدود څخه علاوه تېل رانيسي او په مقابل کي به ايران ته خپل مسلکي اشخاص د طب، دوا جوړوني، او د تيلو را ايستولو انجيزان وليږي. ددې ګټي نه يواځي پر غربي ممالکو اثر اچوي، بلکه پر سهيلي هيوادونو هم خپل اثر پرېږدي. دا اثر به تر ډېره پوري د را کړه ورکړي په معامالاتو او د تيلو د بيي په را ټيټولو کي ونډه واخلي.