په پروان کې خلک د نامسوولو وسله کسانو له شتون څخه شکایت کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64531
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-20

د پروان د مرکز او يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي د دولت د وسله والو مخالفينو او نامسوولو وسله والو کسانو د فعاليتونو له امله ورځ تر بلې له زياتېدونکو ناامنيو شکايت کوي. د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکی او قومي مخور عبدالقهار مجيدي وايي د دغه ولايت په ځينو سيمو په ځانګړې توګه د سياه ګرد او شينواري په ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه زيات شوي دي. د نوموړي په وينا، د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو تر څنګ، په پروان کې د غير مسوولو وسله والو کسانو شتون بله جدي ستونزه ده چې د دغه ولايت امنيت ګواښي.