د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ملېشه ځواک له جوړولو سره مخالفت کړی، خو د دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد یې ولسي پاڅونونه تایید کړل. جنرال دوستم جوزجان ته د سفر په ترڅ کې له قومي مشرانو او امنیتي ځواکونو سره د کتنې په مهال د امنیتي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د امنیتي ځواکونو د ستونزو حل کولو ته به پوره پام وکړي. د ولسمشر لومړي مرستیال د جوزجان په مرکز شبرغان کې وویل:«زه د ولسمشر لومړی مرستیال یم او دلته د مشرانو په غوښتنه راغلی یم. څرنګه کېدای شي چې موږ د خپلسرو وسله والو ملاتړ وکړو، څرنګه کېدای شي چې موږ دې ملېشه جوړه کړو؟» ښاغلي دوستم دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور وویل چې د طالبانو او داعش په وړاندې د افغانستان د شمال د دفاع لپاره له جنرال دوستم او محمد محقق سره د ګډ ملېشه ځواک په جوړولو سلا شوی دی.