مسلمیار د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون جوړېدل غیر قانوني بللي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64539
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-07-21

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون جوړېدل غیرقانوني بللي. مسلمیار ویلي د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون د دوی له نظره مشروعیت نه لري. نوموړي استدلال کړی چې د ټاکنو د ترسره کېدو څرنګوالی په قانون کې تنظیم او توضیح شوی او د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون هدف هم د قوانینو اصلاح او څېړنه ده چې قانوناً د هغه صلاحیت نه لري. د مشرانو جرګې ريیس د دغه کمیسیون د جوړېدو ته په اشارې وویل له دې داسې ښکاري چې د ملي یووالي د حکومت مشران د ولسي جرګې ټاکنو ته ژمن نه دي. ده په عین حال کې زیاته کړه ترڅو چې د ټاکنو نېټه نه وي ټاکل شوې، مشرانو جرګه د اصلاحاتو په اړه خبرې نه کوي ځکه چې دا بحث غیر قانوني دی.